
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند د کارته نو–قلعه زمانخان نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخو قیر چارې روانې دي او ټاکل شوې ډېر ژر بشپړې شي.
یاد سړک چې، د کارته نو سیمې، د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه څخه د قلعه زمانخان تر عمومي سړک پورې ۳.۷۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د پاتې برخو د جوړولو چارې یې بشپړې شوې او اوس یې د قیرکولو بهیر دوام لري.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوالونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي.
د دې سړک په بشپړېدو سره به، انشاءالله، د کارته نو، قلعه زمانخان او کابل–جلالآباد لویې لارې ترمنځ تګ راتګ آسانه او ترافیکي ګڼهګوڼه به کمښت ومومي.
د کابل ښاروالۍ انجنیران د پروژې د پلي کېدو له بهیر څخه په دوامداره توګه څارنه کوي، څو یې چارې د ټاکل شویو فني او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي.
د کارته نو- قلعه زمان خان نښلوونکي سړک قیر چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي


