د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د قلعه حیدرخان په سیمه کې د کابل–کندهار سړک د شاوخوا ۳ کیلومتره برخې قیر چارې پیل شوې او په منظم ډول روانې دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند مولوي فضلالرحمن رحماني په دې اړه وویل: دغه سړک چې، د کمپنۍ له پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د ښار د سړکونو د شبکې د پراختیا او ښه والي په موخه پلې کېږي.
رحماني زیاته کړه، د کابل ښار په لوېدیځ زون کې د یوه مهم اقتصادي دهلېز په توګه د دغه سړک پراختیا، د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه ده چې، د روان کال په ترڅ کې به یې شاوخوا درې کیلومتره برخه بشپړه او پاتې برخې به یې په راتلونکي کال کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار د لوېدیځو سیمو او کابل–کندهار لویې لارې ترمنځ تګ راتګ آسانه او د وسایطو لپاره به د چټک او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.
همدارنګه، تمه ده چې یاد سړک به د شته سړکونو د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د کابل ښار او د هېواد د لوېدیځو او سوېلي سیمو ترمنځ د مسافروړونکو او ترانزیټي وسایطو د تګ راتګ په آسانتیا کې مهم رول ولوبوي.
د کابل ښار په لوېدیځ زون کې د کابل–کندهار سړک د شاوخوا ۳ کیلومتره برخې قیرچارې پیل شوې


