
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ګاډرونو تر نصب وروسته، د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د بره کي څلورلارې د هوايي پله د فرش کانکرېټ چارې روانې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وايي چې، د یاد پله قیر چارې به د کانکرېټ تر استحکام او یو څه وخت تېرېدو وروسته پیل شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې پله په جوړښت کې په ټولیزه توګه ۲۰۹ ګاډرونه په پام کې نیول شوي چې، ټول یې په بریالیتوب سره نصب شوي دي.
د بره کي څلورلارې هوايي پُل د دهنباغ څلورلارې له لوري د پروان دو څلورلارې په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۸ متره لوړوالی لري چې، د ترافیکي بهیر د ښه والي او د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.
ورته مهال په یاده څلورلارې کې د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. یاد سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري چې، د داخلي پوښښ او ښکلا چارو تر بشپړېدو وروسته به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د بره کي څلورلارې د هوايي پله د فرش کانکرېټ چارې روانې دي


