الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد او کابل- پروان نوي سړک دبنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او پر دوام یې د کابل- پروان تر لویې لارې پورې د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو دغه سړک هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
یاد سړک چې، ۳۵۴۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متمره سور لري، د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند سیمې یو له بل سره ونښلول شي او وبله خوا به د کابل د ختیځ او شمال ختیځ سړکونو ترافیکي بهیر ووېشل شي.
همدا راز دا پروژه صنعي پارکونو ته د ښاریانو د لاس رسي او د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې هم اغیزمن رول لري.