الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مارکېټ او پروان سه څلورلارو ترمنځ د زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د څلورمې ناحیې اړوند د وزیرآباد کانال ته څېرمه، د مارکېټ او پروان سه څلورلارو ترمنځ د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي.
دا پروژه چې، په ۲٬۰۰۰ متره مربع ځمکه کې پلې کېږي، د معیاري زرغونې سیمې جوړول او په شاوخوا کې یې د کټارو نصبول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مسئولین وايي چې، د خاورې د کیفیت د ښه والي او د نباتي پوښښ د ودې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په موخه، د سیمې پخوانۍ خاوره لېږدول شوې او پر ځای یې کرنیزه خاوره هواره شوې ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په دې سیمه کې یوه مناسبه ښاري زرغونه سیمه رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، له دې وړاندې دغه ځمکه د ځینو فرصت‌ غوښتونکو له خوا په ناسم ډول کارول کېده، خو د کابل ښاروالۍ له خوا تر پاکولو وروسته، دغه سیمه د ښاري پلانونو په چوکاټ کې شامله شوه او اوس په یوه معیاري زرغونه بدلېږي.