
له دهنباغ څلورلارې څخه تر بره کي څلورلارې پورې د سړک د پراختیا او د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کانالونو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې د دې سړک د جوړولو چارې په لنډ وخت کې بشپړې او قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک د ۵۹۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره سور سره طرحه شوی دی. دغه راز له دهنباغ څلورلارې څخه تر بره کي څلورلارې پورې یو لوی کانال د ۷۲۰ مترو په اوږدوالي او له بره کي څلورلارې څخه تر ترافیک څلورلارې پورې یو بل نښلوونکی کانال د ۵۸۲ مترو په اوږدوالي جوړېږي چې، هر کانال د ۲ متره سور او۱.۵ متره ژوروالی سره په اساسي او معیاري توګه جوړېږي.
د یادونې وړ ده چې، د سیمې د سطحې او میل د توپیر له امله، د کانالونو د کیندنې ژوروالی له ۳ څخه تر ۷ مترو پورې رسېږي.
همدا راز په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکلچلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول اوپه سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دهنباغ له څلورلارې څخه تر بره کي څلورلارې پورې د سړک او کانالونو جوړولو چارې روانې دي


