
کابل ښاروالۍ د ښاري زرغونو سیمو د پراختیا او د چاپېریال د ښکلا په موخه، د یوولسمې ناحیې اړوند د مریم لېسې سړک په اوږدو کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې پیل کړې دي.
یاده زرغونه سیمه چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا په ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه جوړېږي، د ګلانو او زینتي بوټو کېنول او په شاوخوا کې یې د کټارو نصبول هم شامل دي.
د زرغونتیا ریاست مسئولین وایي چې، د ونو،ګلانو او نورو زینتي بوټو د سالمې ودې لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او د خاورې د کیفیت ښهوالي په موخه، له سیمې څخه پخوانۍ خاوره لېږدول شوې او پر ځای یې کرنیزه خاوره اچول شوې ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار په دې برخه کې یوه نوې زرغونه سیمه رامنځته شي، چې د ښاري ښکلا ترڅنګ به د زرغونو سیمو په پراختیا او د سیمې د چاپېریالي ښکلا په زیاتوالي کې اغېزناک رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې، دغه ځمکه تر دې وړاندې په ناقانونه توګه کارول کېده، خو د پاکولو او له ناسمې ګټې اخیستنې څخه له مخنیوي وروسته به د کابل ښاروالۍ له خوا په یوې معیاري زرغونې سیمې بدله شي.
د مریم لېسې د سړک په اوږدو کې د زرغونې سیمې د جوړولو چارې پیل شوې


