
د کابل ښاروالۍ له خوا د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه تر سیلو سړک پورې د سړک د پاتې برخود جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو قیر کولو ته چمتو شي.
دغه پروژه چې، د ۱.۹۱۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ او ۴۰ مترو په سور سره طرحه شوې ده ، تر اوسه ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي څو د روان کال په اوږدو کې انشاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول اوپه سړک د کرښو اچول هم شامل دي، چې د ښاري نظم په ښهوالي او د ښاریانو د تګ راتګ په آسانتیا کې به مهم رول ولوبوي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې په ترانسپورتي وضعیت کې ښه والی رامنځته او بله خوا به د ښار د بېلابېلو برخو ترمنځ د غوره تګ راتګ زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د زېربنایي پروژو په پلي کولو او د سړکونو د شبکې په پراختیا سره هڅه کوي، څو ښاري زېربناوې پراخې او د ښاریانو لپاره د معیاري او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.
د دهبوري–سیلو سړک د جوړولو چارې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري


