الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې او بګرامیو ترمنځ د نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیرچارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر تر څارنې لاندې، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه تر بګرامیو سړک پورې د نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیرچارې د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې شوې.
دغه سړک ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمري یاسر د قیر اچولو د بهیر د څارنې پر مهال ټینګار وکړ چې، د دې پروژې د پلي کېدو پړاوونه په دوامداره توګه تر فني او تخنیکي څارنې لاندې دي، څو چارې یې د تخنیکي مشخصاتو، ټاکل شویو معیارونو او له مهالوېش سره سمې ترسره شي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې، د سړک د سطحې کیفیت، د مسیر د تمایل او شیب اندازه او د ودانیزو توکو کیفیت ارزول شوي او له منل شویو معیارونو سره سمون لري. د دې سړک د دویمه طبقه قیرچاو په بشپړېدو سره به د پروژې د بشپړېدو بهیر یو بل ګام هم مخکې لاړ شي
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د ملالۍ څلورلارې په سړک به ګڼه ګوڼه د پام وړ کموالی ومومي.
کابل ښاروالۍ د زېربنايي او ټولګټو پروژو په پلي کولو او د نښلوونکو سړکونو په پراختیا سره هڅه کوي، چې د ښاري ترانسپورټ شبکه پیاوړې، د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د ښار بېلابېلو سړکونو ته د ښاریانو د لاسرسي زمینه برابره کړي.