د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۱۳مې ناحیې د ۶۳م ګذر اړوند د عبدالله انصاري ښارګوټي په سیمه کې د۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۷ متره سور سره د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، یاده پروژه تراوسه ۷۵ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې په راتلونکو ۱۲ ورځو کې انشاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او ګڼو ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېرهېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دیارلسمې ناحیې په ۶۳م ګذر کې د فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي


