
د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي له سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د ۲۳۷۶ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د پُل خشک د نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.
په دې پروژه کې لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمښت ومومي.
همدا راز دا پروژه د سیمو د نښلولو، د ښار د معیاري پراختیا، د ښاري پلانونو د پلي کولو، د اقتصادي فعالیتونو د ودې او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري.
له پُل خشک څخه تر قلعه قاضي پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


