
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د اوومې ناحیې اړوند، د دهدانا سړک په اوږدو کې د کابل سیند پر سر د حسنخان پله د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې په راتلونکو اتو میاشتو کې، انشاءالله، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پُل ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۱ متره سور لري چې، په جوړښت کې یې د ۴۰ میخي ستنې ( پایې) هم په نظر کې نیول شوې دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یاد سړک د موټرو او ښاریانو لپاره د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.
له بلې خوا، د علاءالدین درېلارې او تخنیکم ترمنځ نښلوونکی سړک او په اوږدو کې یې د موټرو لپاره اساسي پل له دې وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري جوړ شوي دي. دغه سړک د دهدانا سړک او حسنخان پله د بدیلې لارې په توګه کارول کېدای شي او ښاریان کولای شي اړوندو سیمو ته د تګ لپاره ترې ګټه واخلي.
د حسن خان پله په جوړېدو سره به د دهدانا، چهلستون او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي بهیر به په منظم ډول ووېشل شي.
کابل ښاروالۍ د معیاري پلونو په جوړولو او پراختیا او د بدیلو لارو په رامنځته کولو سره هڅه کوي، چې د ښاري ترانسپورټ شبکه پیاوړې، د تګ راتګ ستونزې راکمې او ښاریانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دهدانا سړک په اوږدو کې د حسنخان پله د جوړولو چارې روانې دي


