الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د منشي میرغلام تر ښارګوټي د هزاره بغل سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي


د یولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میرغلام تر ښارګوټي پورې د هزاره بغل نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کیفیت په پام کې نیولو سره په منظمه توګه روانې دي.
دا سړک ۲ زره ۶۳۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوالونو، پُل ګوټو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی او ټاکل شوې ده چارې یې ان‌شاءالله تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي. هڅه کېږي څو د یاد سړک یو کیلو متر برخه د سړو موسم تر رارسېدو وړاندې قیر شي.
دا سړک د خیرخانې کوتل سړک یوه بدله لاره ګڼل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې د کابل او هېواد د شمال زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.