الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بیني حصار- ستانکزي څلورلارې نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې


د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک دویمه (وروستۍ) طبقه قیر چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره پیل شوې.
د دې پروژې مدیرانجنیر محمد شریف‌ فرملي وایي، دغه سړک چې د ۱۶۵۵ مترو په اوږدوالي او۴۰ متره سور سره طرحه شوی دی، د ودانیز توکو تر آزمایښت وروسته یې دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې او ډېر ژر به بشپړې شي. د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د نورو جزئیاتو جوړول هم شامل دي.
دغه راز له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک جوړولو چارې هم روانې دي چې، د بنسټيزو برخو تر جوړېدو وروسته به یې قیر چارې پیل شي.
د دغو دوو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کابل – لوګر سړک له بګرامیو سیمې سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.