الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړي مکروریان له پله څخه تر پاچا پله پورې د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


د ترانسپورتي زیربناوو د ښه والي او د وسایطو د تګ راتګ د لا ښه تنظیم په موخه، د شپاړلسمې ناحیې اړوند د کابل سیند په اوږدو کې د لومړي مکروریان له پله څخه تر پاچا پله پورې د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړک چې، د ۱۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۱ مترو په سور سره طرحه شوی دی، بنسټیزو برخې به یې د تیږو فرش په بڼه جوړې شي.
په دې پروژه کې د یوه کانال، د ۱۷ او ۱۹ مترو په اوږدالي او د ۱.۲ او ۱.۶ مترو په سور سره د څلورو پُل‌ګوټو، استنادي دېوالونو، پلیو لارو او څراغونو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به، ان‌شاءالله، له یوې خوا په دې سیمه کې د ښاري زیربناوو وضعیت ښه والی ومومي اوبله خوا به ښاریانو ته ګڼې ترافیکي او سیمه ییزې آسانیتاوې رامنځته شي.