الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


د پنځلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د پنځلسمې ناحیې د مرستیال مولوي نجیب‌الله فیضاني، د سیمې د مشرانو اویو شمېر اوسېدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: یاده پروژه د د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د څلورو میاشتو په موده کې په اساسي ډول پلې شوه.
د نوموړي په وینا؛ د دې پروژې په بشپړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې شوې او د تګ راتګ په برخه کې یې آسانتیاوو ته لاس رسی موندلی دی. نوموړي زیاته کړه، دغه سړک په ټوله کې ١٠٠٠ متره اوږدوالی او ۷.۲ متره سور لري چې، ۵۵۰ متره برخه یې د کانکرېټ په بڼه جوړ شوی او په ۴۵۰ متره برخه یې جغل اچول شوی دی.
د یاد ګذر له اوسېدونکو وغوښتل شول چې، د نوي جوړ شوي سړک د ساتنې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي څو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو او د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د یاد سړک ساتنې ته به په دوامداره توګه پام وکړي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.