الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې اړوند د ګولایي جومات ته څېرمه د زرغونې سیمې د جوړولو چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته، د یوولسمې ناحیې اړوند د مریم لېسې د بازار شاته، ګولایي جومات ته څېرمه د زرغونې سیمې د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل، د سیمې د اوسېدونکو له مرستې مننه وکړه او ویې ویل: په دې زرغونه سیمه کې چې، په ۱۶ زره مترمربع ځمکه کې جوړه شوې، ۲ زره نیالګي او زنیتي ګلان روزل شوي دي. همدا راز په دې سیمه کې د ماشومانو د لوبو وسایل او د ورزش تجهیزات هم نصب شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې زرغونې سیمې شاوخوا به کټاره نصب او پلې لارې به یې هم د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا جوړې شي.
ورته مهال د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي احمد قائد وویل چې، د نباتاتو د ښې ودې او د خاورې د کیفیت د ښه والي لپاره د یادې ځمکې پخوانۍ خاوره لېږدول شوې او پر ځای یې کرنیزه خاوره اچول شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې، د یادې زرغونې سیمې د خړوبولو لپاره د یوې څاه د کیندلو چارې د سیمې د اوسېدونکو او یوې خیریه مؤسسې په مالي مرسته پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې له یادې ځمکې څخه په ناقانونه توګه ګټه اخیستل کېده، خو د هغې له پاکولو او د ناسمې ګټې اخیستنې له مخنیوي وروسته، په دې ځای کې د زرغونې سیمې د جوړولو زمینه برابره شوه چې، جوړېدو سره د ښاریانو لپاره د تفریح او ورزش مناسب چاپېریال رامنځته او د سیمې په ښکلا کې هم اغیزمنه تمامه شوې ده