الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۲۸م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې د ۲۸م ګذر اړوند د چهلستون په نوبُرجه سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې پیل شوې.
دغه سړک چې، ۸۱۵ متره اوږدوالی، ۴.۵ او ۵ متره سور لري، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوی دی، د جوړولو چارې به یې ان‌شاءالله تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي.
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، له کلونو را پدېخوا د دې سړک د خرابوالي له امله او د اورښتونو پرمهال د خټو او خاورو له ستونزو سره مخ وو چې، د دې سړک په جوړېدو سره به یې یادې ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د دې پروژې له پلي کولو څخه موخه، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کول او د سیمه ییزو ستونزو هوارول بلل شوي دي.