
د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر(UNOPS) په مرسته د نهمې ناحیې په ۱۴م ګذر کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دا سړکونه په ټولیزه توګه ۶۶۶ متره اوږدوالی، ۵ او ۶ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوي او چارې به یې تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې انشاءالله بشپړې شي.
د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري وویل چې، د یادې سیمې اوسېدونکي مخکې د سړکونو د خاموالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې، ناحیې په وړاندیز او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ یې عملي چارې پیل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې، دا پروژه د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو په حل کې اغیزمن رول لري او پکې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د نهمې ناحیې په ۱۴م ګذر کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې


