الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو–پکتیاکوټ سړک قیر چارې دوام لري

د مکروریانو–پکتیاکوټ سړک د بنسټیزو برخو له جوړېدو وروسته، د دې سړک د پاتې برخو قیر چارې روانې دي او هڅې کېږي چې د روان کال په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تر اوسه پورې د یاد سړک ۶.۵۰۰ متره برخه په دوو لیکو کې قیر شوې ده او د پاتې برخو د جوړولو چارې هم دوام لري څو هغه هم قیر چارو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پليو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د نورو اړینو تأسیساتو جوړول هم شامل دي.
د مکروریانو–پکتیاکوټ سړک د کابل–جلال‌آباد د مهمې لارې یوه برخه ده، چې پراختیا به یې د تګ راتګ د ظرفیت په لوړولو، د ترافیکي بهیر په ښه کولو او ښاریانو ته به د سیمه ییزو آسانتیا په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
کابل ښاروالۍ د دې بنسټیزې پروژې په پلي کولو سره هڅه کوي چې، د ښاریانو لپاره د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره او د معیاري سړکونو د شبکې د پراختیا او د ښاري بنسټونو د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
پاتې دې نه وي چې، دغه سړک د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې ۹.۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.