الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان‌خان د مکروریانو د ښاري اصلي سړکونو د شبکې پراختیا


کابل ښاروالۍ د ترانسپورټي شبکې د ښه‌ والي او ښاریانو ته د تګ راتګ د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۶مې ناحیې اړوند د قلعه زمان‌خان په پروژه کې د ۱۳م، ۱۴م، ۱۵م او ۱۶م مکروریانو د اصلي سړکونو د جوړولو چارې روانې ساتلې دي.
دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ۲.۸۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پليو لارو، پلګوټو، ګلدانونو، څراغونو، د بایسکل‌چلولو لیکو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون طرحه شوي دي.
د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د قلعه زمان‌خان عمومي سړک د اوبو رسولو نوي سړک او د الوخېل له سړک سره ونښلول شي.
د دې پروژې پلي کول به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د ترافیکي نظم په ښه‌والي، د ښاري لارو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او په سیمه کې د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره د زمینې په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به، ان‌شاءالله، په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.