الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړو موسم له را رسېدو وړاندې د سړک جوړونې یو شمېر پروژو د بشپړېدو په اړه ناسته ترسره شوه


د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د یوې ناستې په لړ کې د قراردادي شرکتونو له استازو سره د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې د سړک جوړونې د یو شمېر پروژو د چارو پر بشپړولو ټینګار وکړ.
نوموړي له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې، د هوا له ښه والي څخه په ګټې اخیستنې دې پروژې د ډیزاین، تخنیکي سندونو او معیارونو له مخې په غوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي. ښاغلي یاسر څرګنده کړه چې، د یو شمېر شرکتونو د غفلت له امله د پروژو په پلي کېدو کې ځنډ رامنځته کېږي؛ له دې کبله اړتیا ده څو شته ستونزې په همغږۍ هرڅه ژر هوارې کړي او ښاریانو ته د خنډونو له رامنځته کولو حخه ډډه وکړي.
نوموړي وویل چې، هر ډول ناغیړي او د تخنیکي معیارونو په پام کې نه نیول د منلو نه دي او له قراردادي شرکتونو سره به د شرایطو له مخې قانوني چلند وشي. همدا راز د اړتیا په صورت کې به ورسره قراردادونه هم فسخ شي.
د ودانیزو چارو مرستیال وویل: د کار چټکتیا باید د کیفیت د زیانمنېدو لامل نه شي او قررادادي شرکتونه مکلف دي څو د سرچینو دغوره مدیریت، نه ستړېکېدونکو هڅو او د فني اصولو په پام کې نیولو سره پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي څو ښاریان هرڅه ژر د زېربنايي پروژو له ګټو برخمن شي.