
د کابل ښاروالۍ له خوا د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د صنعتي پارکونو په اوږدو کې د کابل–جلالآباد او کابل–بګرام سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک قیرچارې پیل شوې.
د مسئولینو په وینا؛ د یاد سړک د قیر اچونې بهیر د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو او د ودانیزو توکو تر آزمایښت وروسته ترسره کېږي څو د کار کیفیت په غوره توګه تضمین شي.
دغه سړک چې، ۳.۵۴۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال، لښیتو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو چولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې د اوسېدونکو لپاره ګڼې ترانسپورتي، ټولنیزې او چاپېریالي آسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز دغه سړک به صنعتي پارکونو ته د آسانه لاسرسي، پر شته سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت او د اړوندو سیمو د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د دې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره او د ښاري پراختیا او ترانسپورټي شبکې د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د کابل-جلال آباد او کابل- بګرام سړکونو ترمنځ د نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې


