الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل څلور دروازې؛ ۶۰ متره لویې لارې


د کابل ښار څلور دروازې د مهمو اقتصادي دهلېزونو او تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د اساسي لارو په توګه، د ښار د اقتصادي پراختیا، ترانسپورټي وضعیت د ښه‌والي، د زیربنايي شبکو د پراختیا او د کابل د نوې څېرې په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
په همدې موخه، کابل ښاروالۍ د ښار په څلورو زونونو کې دې دروازو ته د غځېدونکو سړکونو د جوړولو او پراختیا سترې پروژې پلې کوي چې، په بېلابېلو اندازو اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. دغه پروژې د موټرو د تګ راتګ د ظرفیت لوړولو، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیا او د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د ودې لپاره د زمینې برابرولو په موخه پلان شوې دي.
۱. ختیځ زون؛ د ۱۹٬۶۹۰ مترو په ټولیز اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره د کابل–جلال‌اباد سړک
په ختیځ زون کې له مکروریانو څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د ۹ زره ۳۹۷ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د کابل–جلال‌اباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې څه باندې ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د سړک دغه برخه د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
همدا راز له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د ۱۰ زره ۲۹۳ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې د ۲۰ سلنه فزیکي پرمختګ په لرلو سره روانې دي. ټاکل شوې چې دغه برخه هم په راتلونکو ۱۱ میاشتو کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغو دوو برخو په بشپړېدو سره به د کابل په ختیځ کې د تګ راتګ په یوه مهمه نښلوونکې لاره کې د ترافیکي ظرفیت کچه لوړه، د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد اسانه او د کابل او د هېواد د ختیځو سیمو د مهمو اقتصادي لارو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
۲. شمالي زون؛ د ۱۵۸۲۸ مترو په اوږدوالي او بېلابېلو اندازو سور سره د خیرخانې کوتل سړک
په شمالي زون کې د خیرخانې کوتل سړک د جوړولو او پراختیا پروژه په څلورو برخو کې طرحه شوې ده، چې سور یې په بېلابېلو برخو کې ۲۷ او ۶۰ متره دی.
د دې سړک لومړۍ برخه، چې د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل په چپ اړخ کې موقعیت لري، د ۳ زره او ۷۱۰ مترو په اوږدوالي او ۲۷ مترو په سور سره جوړه شوې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
همدا راز د ۲ زره ۵۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره له خیرخانې کوتل څخه د بوستان تر سړک پورې د یاد سړک د دویمې برخې چارې ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
همهاله له سرای شمالي څلورلارې څخه د خیرخانې کوتل تر سره پورې د دې سړک درېیمه برخه ۳ زره ۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري چې، چارې یې تر دې مهاله ۹۰ فزیکي پرمختګ لري.
همدا راز د اوولسمې ناحیې اړوند د بوستان له سړک څخه تالاشۍ سیمې پورې د یاد سړک څلورمه برخه ۵ زره ۹۵۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، چارې یې په منظمه توګه روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۱۷ میاشتو پورې ان شاءالله بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د خیرخانې کوتل سړک د ټولو برخو په بشپړېدو سره به د کابل په شمال کې د تګ راتګ په یوه مهم مسیر کې د ترافیکي ظرفیت کچه لوړه، نښلوونکو لارو ته د ښاریانو لاسرسی ښه او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره مناسبه زمینه برابره شي.
۲. لوېدیځ زون؛ د ۷ زره مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د کابل–کندهار سړک
په لوېدیځ زون کې د څوارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له پله څخه د قلعه حیدرخان په سیمه کې د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک د جوړولو او پراختیا پروژه، د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي. دغه سړک ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.
ټاکل شوې چې د دې سړک شاوخوا ۳ کیلومتره برخه د روان کال په ترڅ کې بشپړه شي او پاتې چارې به یې په راتلونکي کال کې دوام ولري، څو دغه پروژه په معیاري ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په پراختیا سره به د موټرو د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ظرفیت لوړ او د کابل ښار او د هېواد د سوېل لوېدیځو سیمو پر لور غځېدلو لارو ترمنځ اړیکې لا ښې شي.
۴. سوېلي زون؛ د ۱۷۶۹۰ مترو په ټولیزه اوږدوالي او د ۵۰ مترو په سور سره د کابل–لوګر سړک
په سوېلي زون کې د کابل–لوګر سړک د جوړولو او پراختیا پروژه په څلورو برخو کې د تطبیق او تدارکاتو په بېلابېلو پړاوونو کې قرار لري.
له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د دې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۶۰ سلنه فزیکي لري. تر دې مهاله په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې د دې سړک د شاوخوا ۶ کیلو متره برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې ترسره شوې دي. هڅه کېږي څو د یادې سړک د پاتې برخو قیر چارې هم د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي.
د یاد سړک دویمه برخه د شلمې ناحیې اړوند له چرخ آب سیمې څځه تر سنګ نوشتې پورې ۳ زره او ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. ټاکل شوې چې دغه برخه له یوه کال څخه په کمه موده کې، ان‌شاءالله، بشپړه شي.
همدا راز د کابل–لوګر سړک درېیمه برخه، چې له سنګ‌نوشتې څخه د چهارآسیاب تر بازاره پورې غځېدلې، د ۴ زره او ۱۹۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو سور سره په تدارکاتي پړاو کې ده او ټاکل شوې چې په معیاري او اساسي ډول جوړه شي.
د دې سړک څلورمه برخه هم، چې د چهارآسیاب له بازاره څخه تر دوسرکې پورې غځېدلې، د ۳ زره مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو سور سره طرحه شوې او له تدارکاتي پړاو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
د دې څلورو برخو بشپړېدل به د کابل–لوګر لویې لارې ته د لاسرسي په ښه‌والي، د مسافرو د تګ راتګ په اسانتیا، د توکو د لېږد رالېږد په چټکتیا او د کابل او د هېواد د سوېلي سیمو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
کابل ښاروالۍ د دې سترو زیربنايي پروژو د پلي کولو له لارې هڅه کوي چې د ښاري سیمو د متوازن پرمختګ، د تګ راتګ د اسانتیا، د پانګونې د جذب او د ترانسپورټي خدمتونو د ښه‌والي لپاره زمینه برابره کړي او د کابل ښار د نوې، معیاري او آبادې څېرې په رامنځته کولو کې به اغېزمن رول ولوبوي.