
د کابل ښاروالۍ له خوا د څلورمې ناحیې اړوند د وزیرآباد په سیمه کې د درېیو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړکونه چې، د وزیرآباد د دویم، درېیم او پنځم مسیرونه رانغاړي، په ټولیزه توګه ۱۶۲۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري.
د یادې پروژې د پلي کېدو موخه، د ترانسپورټي شبکې ښه والی او د سیمې د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا ده، چې د تخنیکي طرحې او معیارونو له مخې، د تیږو فرش په بڼه تر سره کېږي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي، چې د ښاري نظم په ښه والي او ښاریانو ته د اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.
د پروژې له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او د تخنیکي معیارونو د رعایتولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د پلي کېدو له بېلابېلو پړاوونو څخه په دوامداره توګه تخنیکي څارنې کوي.
د یادونې وړ ده چې، د یادو سړکونو د جوړولو چارې به د روان کال په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د تایمني پروژې اړوند د وزیرآباد په سیمه کې د ۳ نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


