الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیوپله- بت خاک څلورلارې نښلونکي سړک ۲ کیلومتره برخه قیرچارو ته د چمتو کېدو په حال کې ده


د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو له پله څخه د ملالۍ څلورلارې تر سویل لوري پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ډېر ژر به یې دوه کیلو متره برخه قیر کولو ته چمتو شي.
دا سړک په ټولیزه توګه د ۵۶۳۴ مترو په اوږدوالي، ۳۰ او ۴۵ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
یاد سړک د بګرامیو سړک د بدیلې لارې په توګه، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې اغیزمن رول لري چې، په جوړېدو سره به یې د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې ترمنځ تګ راتګ آسانه او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د داشان زېربنايي پروژو په پلي کولو او د نویو لارو په رامنځته کولو سره هڅه کوي، څو د ښار په کچه ترانسپورتي شبکه پراختیا ومومي او ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي.