الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پل‌سرخ څخه تر علاءالدین درې‌لارې پورې سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


د شپږمې ناحیې اړوند، له پل‌سرخ څخه تر علاءالدین درې‌لارې پورې د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅې کېږي چې هرڅه ژر قیرکولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې،۱.۹۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پليولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دغه راز د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو د راټولېدو د مخنیوي په موخه، د یاد سړک په اوږدو کې د ۱.۳۲۵ مترو په اوږدوالي، ۲ متره سور او ۳٫۱۲ متره ژوروالي سره یو لوی کانال هم جوړېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پل‌سرخ، کارته سه او علاءالدین درې‌لارې ترمنځ د آسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.