
د ونو د ښې ودې، د څانګو د مناسبې بڼې جوړولو، د بېرویه ودې د مخنیوي او د ښاري چاپېریال د ښکلا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ونو د څانګو د پرې کولو او اصلاح چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست تخنیکي مرستیال مولوي محمد شاه «همت» وویل چې، دغه فعالیتونه د ونو د غوره ساتنې، د روغتیا د خوندي کولو، د ودې د پیاوړتیا، د اضافي ښاخونو او څانګو د تنظیم او د ښاري زرغونو سیمو د ښکلا په موخه ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې، د ونو پر وخت د څانګو پرې کول او اصلاح کول، د ښاري چاپېریال د نظم او ښکلا ترڅنګ، د ونو د ښې ودې زمینه هم برابروي او د ښار د زرغونو سیمو په ساتنه او پراختیا کې مهم رول لري.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست هڅه کوي چې، د ونو د منظمې ساتنې او د زرغونو سیمو ته د رسېدنې د برنامو په پلي کولو سره، د ښاري چاپېریال په ښهوالي، د طبیعي د ښکلا په زیاتوالي او د ښاریانو لپاره د سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو غواړي، چې د ونو، پارکونو او نورو زرغونو سیمو په ساتنه کې همکاري وکړي او د ونو له خپلسري پرې کولو، د ښاخونو له ماتولو او نیالګیو ته له زیان رسولو څخه ډډه وکړي؛ ځکه د زرغون او ښکلي کابل ښار لرلید ته رسېدل د ښاریانو په ګډې همکارۍ او مسؤولیت پورې تړلی دی.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښار د نباتي پوښښ پر دوام سره به د ښاریانو لپاره د یوه پاک، زرغون او ښکلي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ونو د څانګو پرې کولو او اصلاح چارې روانې دي


