الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره‌ کي څلورلارې د هوايي پله د ډیک سلب کانکریټ چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د هڅو په پایله کې، د بره‌ کي څلورلارې د هوايي پله د ډیک سلب (فرش) کانکریټ چارې د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې شوې.
د دې پروژې مسئول انجنیر عبیدالله الهام په دې اړه وویل: د دې پړاو له بشپړېدو وروسته به د کانکریټ د معیاري کلکوالي لپاره د اړینې مودې تر تېرېدو وروسته، د پله په فرش د قیر اچولو چارې ترسره شي.
د بره کي څلورلارې هوايي پُل د دهن‌باغ څلورلارې له لوري د پروان دو څلورلارې په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۸ متره لوړوالی لري چې، د ترافیکي بهیر د ښه والي او د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.
دغه راز په یاده څلورلارې کې د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور تر ځمکې لاندې سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي، چې دغه ستره بنسټیزه پروژه د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بره‌ کي څلورلارې ترافیکي ستونزې هوارې، د وسایطو ګڼه‌ګوڼه به راکمه او د ښاریانو د تګ راتګ لپاره به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. هېره دې نه وي چې، یاده پروژه به د کابل ښار د ترافیکي بهیر په ښه والي او د ترانسپورتي بنسټونو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.