الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خواجه‌بغرا له ګولایي څخه د قصبې تر دوه لارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

د ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه‌بغرا له ګولایي څخه د قصبې تر دوه لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې چې دغه پروژه په راتلونکو نهو میاشتو کې بشپړه او د ترافیکو پرمخ پرانیستله شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۳۸۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو،څلور پلچکونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښواچول هم شامل دي.
د دغه سړک په جوړېدو سره به د ۱۵مې ناحیې له اوسېدونکو سربېره، هغه هېوادوالو ته چې، د خیرخانې مېنې نورو سیمو ته تګ راتګ کوي، آسانتیاوې هم رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک جوړېدل به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ښاري ترانسپورتي شبکې په ښه والي کې هم مهم رول ولوبوي.