
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شلمې ناحیې اړوند د ۱۶م ګذر په نو نیاز سیمه کې د فرعي سړک کانکریټ چارې پیل شوې.
دغه سړک چې ۶۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د لښتیو جوړول هم په کې شامل دي. ټاکل شوې ده دغه پروژه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ځیني ستونزې هوارې او دوی ته به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د سیمې یوشمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د شلمې ناحیې په ۱۶م ګذر کې د فرعي سړک کانکریټ چارې پیل شوې


