
د پنځلسمې ناحیې په لومړي ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې د یادې ناحیې د رئیس مفتي روحالله عثماني، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیحالله رحیمي، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په ګډون پیل شوې.
د پنځلسمې ناحیې رئیس مفتي روحالله عثماني د دې پروژې د پیل له امله خوښي وښوده او د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې، د پروژې د پلي کېدو په بهیر کې به اړینه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، د دغه سړک په جوړېدو سره به په سیمه کې د خټو او خاورو ستونزې هوارې او ګڼ شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.
بلخوا د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیحالله رحیمي وویل چې، دغه پروژه به د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مرسته د درې نیمو میاشتو په موده کې د تخنیکي معیارونو له مخې پلې شي.
دغه سړک ۳۳۲ متره اوږدوالی او ۷.۲ متره سور لري، چې د لښتیو جوړول پکې شامل دي. همدا راز د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال به هره ورځ د سیمې شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.
د پنځلسمې ناحیې د لومړي ګذر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې، د دغه سړک جوړول به د سیمې د چاپېریالي وضعیت په ښه والي او د تګ راتګ په اسانتیا کې اغېزمن تمام شي.
د پنځلسمې ناحیې په لومړي ګذر کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې


