الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کمپنۍ پله څخه تر قلعه حیدرخان پورې د کابل–کندهار سړک قیر چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له پله څخه د قلعه حیدرخان سیمې د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک قیر چارې د فني او تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي.
دغه سړک د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د یوه مهم اقتصادي دهلېز په توګه، ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، چې په جوړېدو سره به یې د ترانسپورتي زېربناوو د ښه والي او د وسایطو د تګ راتګ د آسانتیا په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د روان کال په ترڅ کې د دې سړک ۳ کیلومتره برخه جوړه او پاتې برخې به یې په راتلونکي کې کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د هېواد د لوېدیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د وسایطو چټک او خوندي تګ راتګ ته به زمینه برابره شي.