الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په ۱۴م او ۱۶م ګذر کې کانکرېټي سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


د څوارلسمې ناحیې د ۱۴م او ۱۶م ګذر اړوند په قاضي‌خېل او سنګچال سیمو کې د فرعي سړکونو کانکریټ‌ چارې بشپړې او د څوارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالرحمن رباني، د پغمان ولسوال قاري علي‌محمد، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح‌الله رحیمي، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو سړکونو ساتنې ته به پام کوي. نوموړي زیاته کړه چې، د دغو سړکونو په جوړېدو سره په سیمه کې شته موسمي ستونزې هوارې او د اوسېدونکو د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
دغه راز د پغمان ولسوال د ۱۴م او ۱۶م ګذر له اوسېدونکو وغوښتل چې، د سړکونو د کارونې اصول مراعات او په ساتنه او څارنه کې یې مرسته وکړي، څو یې له وخت وړاندې له ویجاړېدو مخنیوی وشي.
په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح‌الله رحیمي په خپلو خبرو کې وویل چې، دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په همکارمرسته، د شپږ میاشتو په موده کې د ۱۳.۴ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پلې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې، یاد سړکونه په ټولیزه توګه ۱.۴۴۷ متره اوږدوالی او له ۴څخه تر ۵ مترو پورې سور لري. د یادونې وړ ده چې، د هرې پروژې د پلي کېدو پر مهال هره ورځ د سیمې شاوخوا ۱۵۰ تنو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.