الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه خاطر په سیمه د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ لهخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لسمې ناحیې د ۱۱م او ۱۳م ګذر اړوند په قلعه خاطر سیمه کې د ۷۲۰ مترو په اوږدوالي، ۵ او ۷ مترو په سور سره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه پروژه چې د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به ان‌‌شاءالله بشپړه شي.
یاده پروژه د چاپېریالي او ټولنیز وضعیت په ښه والي کې اغیزمن رول لري چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.