الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شهید هنګرها په څلورلارې کې د انترچنج د جوړولو پروړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا او د ښاریانو په مرسته، په شه-ید هنګرها څلورلارې کې د هوايي پلونو( انټرچنج) د جوړولو پروژې پر وړاندې د شته خنډونو او استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې روانې دي او تر اوسه شاوخوا ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبدالحفیظ قانع وایي: دغه انټرچینج چې، د فول کلورلیف (Full Cloverleaf) په بڼه جوړېږي، څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي. په دې پروژه کې دوه هوایي پلونه، څلور دایروي ریمپونه او اړوند نښلوونکي سړکونه شامل دي چې په جوړېدو سره به یې په یاده څلورلارې کې ترافیکي ستونزه په بنسټیزه توګه هواره شي.
د دغه انټرچینج اصلي پُل به د قصبې د نوي سړک له لوري د سلیم کاروان څلورلارې پر لور د تګ راتګ د ۱۰ لیکو په لرلوسره جوړ شي. همدا راز دویم پُل د بي بي مهرو له نوي سړک څخه د شه-ید هنګرها څلورلارې په لور جوړېږي چې، ۳۲۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري.
دغه انټرچینج چې، په ټولیز ډول د ۶۵۴ مترو په اوږدوالي، ۴۵ مترو سور او ۷ مترو په لوړوالي سره طرحه شوی دی، په جوړېدو سره به یې په سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه، د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت لوړ او د سفر وخت او د تېلو مصرف به راکم شي. همدا راز دغه پروژه به د ترافیکي نظم په ښه‌ والي او د ښاریانو لپاره د خوندي، چټک او منظم تګ راتګ په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۲۴۷ ملکیتونه استملاک کېږي چې، د کړنلارې او اصولو له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
کابل ښاروالۍ د دې لویې زېربنايي پروژې په پلي کولو سره هڅه کوي چې، ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي او د ښاري ترانسپورت وضعیت تر پخوا ښه او منظم شي.