الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د باغ قاضي د سړک جوړېدل؛ د تګ راتګ او د کابل ښار بڼې د ښه والي په برخه کې نوی ګام


د ابن‌سینا روغتون له څنګ څخه د نجات څلي تر سیمې پورې د باغ قاضي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په ښه توګه روانې دي او هڅه کېږي چې دغه سړک هرڅه ژرقیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۲.۳۵۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د معیاري لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د میوند واټ یوه بدیله لاره رامنځه او بله خوا به وسایطو، پلیو کسانو، د سوادګریز مارکېټونو او روغتیایي خدمتونو فعالیت کوونکو ته د آسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
همدا راز دا سړک به د اقتصادي فعالیتونو د ودې او د ښاري ښکلا په رامنځته کېدو کې هم اغیزمن رول ولوبوي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د معیاري زېربنايي پروژو په پلي کولو سره د ښار د سړکونو شبکه پراخه او ښاري خدمتونو او تأسیساتو ته ښاریانو د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.