الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نوروزآباد – دولسمې امنیتي حوزې د سړک دویمه طبقه قیرچارې د شپې له خوا روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې، له نوروزآباد (ایمل مومند) څلورلارې څخه د دولسمې امنیتي حوزې ته څېرمه پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې د شپې له خوا روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میر الرحمن ناصري وايي چې، له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د دې سړک قیرچارې د تخنیکي معیارونو مطابق او په لابراتوار کې د اړینو توکو تر آزمایښت وروسته ترسره کیږي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې ۲۱۹۶ متره اوږدوالی او له ۳۰ څخه تر۴۰ مترو پورې سور لري، د لښتيو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د دولسمې ناحیې اړوند نورو سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمښت ومومي. د یادونې وړ ده چې، د شپې په شفټ کې کار کول، د ودانیزو فعالیتونو پرمختګ ته زمینه برابروي.