د اتمې ناحیې اړوند د کابل– لوګر سړک په اوږدو کې له بینیحصار سیمې څخه د شیوه کي تر پله پورې د سړک او یوه لوی کانال د جوړولو چارې ۳۴ سلنه پرمخ تللې او هڅه کېږي چې دغه پروژه د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې انشاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د ۳۰۸۵ مترو په اوږدوالي او له ۱۲ څخه تر ۱۵ مترو سور سره د سړک، د ۶۲۸. ۲ مترو په اوږدوالي، له ۱.۲ څخه تر ۳ مترو سور او له ۱.۵ څخه تر ۳.۵ مترو پورې ژوروالي سره د یوه لوی کانال او دغه راز د یوه لښتي، ۲۶ پلچکونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سطحي اوبو مدیریت ښه، چاپېریالي ستونزې به کمې او په سیمه کې به د خلکو تګراتګ آسانه شي.
د شېوه کي سړک او کانال د جوړولو چارې روانې دي


