
د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو له پله څخه د ملالۍ څلورلارې تر سویل لوري پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې پل شوې.
دا سړک په ټولیزه توګه د ۵۶۳۴ مترو په اوږدوالي، ۳۰ او ۴۵ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
یاد سړک د بګرامیو سړک د بدیلې لارې په توګه، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې اغیزمن رول لري چې، په جوړېدو سره به یې د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې ترمنځ تګ راتګ آسانه او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په بهیر کې انشاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بګرامیو له پله څخه تر ملالۍ څلورې د سړک قیرچارې پیل شوې


