الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري


د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل-جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک ۳ زره ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه شوی او تر اوسه یې د ۲ زره ۱۵۰ مترو برخې قیر چارې ترسره شوې دي او د پاتې برخو یې دوام لري.
په دې پروژه کې د یوه لوی پله، څو پُل ګوټو، د ۷ زره متر مربع استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی. ورته مهال د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي.
د دې دوو برخو په جوړېدو سره به د ښار د سړکونو شبکه پراختیا ومومي او ورسره جوخت به ښاریانو په ځانګړې توګه د کابل د سویل او ختیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.