الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د اوولسمې ناحیې اړوند د بوستان سړک له مخې څخهد تلاشي تر سیمې پورې د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.
دغه پروژه د کابل په شمال کې د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د سړک دا برخه چې، نږدې ۶ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده او ټاکل شوې چې د جوړولو چارې یې تر راتلونکو ۱۷ میاشتو پورې بشپړې شي.
د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کابل په شمال کې به د اقتصادي فعالیتونو ودې او د ترانسپورتي شبکو پراختیا ته زمینه برابره شي.