الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په پنځم ګذر کې د یوه فرعي سړک او درېیوکوڅو کانکرېټ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لسمې ناحیې د پنځم ګذر اړوند د پخواني تایمني په سیمه کې د یوه فرعي سړک او درې کوڅو کانکریټ چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې چې په ټولیزه توګه ۶۰۰ متره اوږدوالی او له ۳ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پروړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته به ګڼې سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز د دې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې د ترانسپورټي وضعیت او چاپېریال په ښه‌ والي سربېره، د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به په راتلونکې یوه میاشت کې ان‌شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.