الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بیني حصار- ستانکزي څلورلارې نښلوونکي سړک قیر چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي


د اتمې ناحیې اړوند د بیني‌حصار – ستانکزي څلورلارې نښلوونکي سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د کابل ښاروالۍ ویاند مولوي فضل‌الرحمن رحماني وویل: دغه سړک چې، د ۱۶۵۵ مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو په سور سره طرحه شوی دی، قیر چارې یې د ودانیزو توکو له آزماېښت وروسته د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې، په یاده پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول اوپه سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د نوموړي په وینا؛ ټاکل شوې ده دا پروژه ان‌شاءالله د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ورته مهال له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم روانې دي چې، د پاتې برخو تر جوړېدو وروسته به یې قیرچارې هم پیل شي.
د دغو دواړو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کابل- لوګر سړک له بګرامیو سړک سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاې رامنځته شي.