الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پډولې - سنګ نوشته سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


د اوومې او شلمې ناحیې اړوند له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او هڅه کېږي څو دغه سړک قیرکولو ته چمتوشي.
یاد سړک په دوو برخو کې جوړېږي چې لومړۍ برخه یې د خوشحال دویم نمبر لېسې له لوېدیځ څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او دویمه برخه یې له همدې ځای څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به سوداګریزو او استوګنیزو سیمو ته لاس رسی ښه او د کابل- لوګر سړک ترافیکي بهیر به ووېشل شي.
د یادولو وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.