الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شاه دو شمشېره جومات لوېدیځ لوري ته د زرغونې سیمې د جوړولو چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د آغاخان کلتوري بنسټ په مرسته، د کابل سیند په اوږدو کې د شاه دو شمشېره جومات لوېدیځ لوري ته د پخواني آریانا مارکېټ په ځای کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست تخنیکي مرستیال مولوي محمد شاه همت وویل چې، یاده زرغونه سیمه چې په ټولیزه توګه ۴ زره ۸۶۰ متر مربع مساحت لري، په معیاري توګه جوړه شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې، په دې سیمه کې بېلابېل نیالګي او زینتي ګلان هم کېنول شول.
په دې پروژه کې د چمن کرل، د احاطې دېوال رغول، د پلیو لارو جوړول، د اوږدو چوکیو نصبول او د یوې څاه کیندل شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېډو سره به له یوې خوا ښاریان زرغونې او تفریحي سیمې ته لاس رسی ومومي او بله خوا به د یادې سیمې ښکلا زیاته شي.
د زرغونو سیمو جوړول د هوا د ککړتیا په کمښت او د ښاریانو لپاره د هوسا او آرام چاپېریال د رامنځته کېدو په برخه کې اغیزمن رول لري.