
د اوولسمې ناحیې د ۴۳م ګذر اړوند په سریف آباد او د ۴۷ ګذر اړوند په سلیمانخیل سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې اود کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اوولسمې ناحیې د رئیس مولوي حبیب الحق حقاني او د یادې ناحیې د مشرانو او اوسېدونکو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس وویل چې، یاد سړکونه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر UNOPS په مرسته په معیاري توګه جوړ شوي دي. د نوموړي په وینا؛ د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمو په ترانسپورتي او چاپېریالي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي. همدا راز په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ پلان لري په راتلونکې کې ورته نورې پروژې هم د اوولسمې ناحیې په کچه پلې کړي څو له یوې خوا د مناسبو ښاري خدمتونو وړاندې کولو ته زمینه برابره شي او له بلې خوا به د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.
د مسئولینو په وینا؛ په ۴۳ م ګذر شریف آباد سیمه کې سړک ۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶.۴ متره سور او په ۴۷م ګذر کې سلیمانخیلو سیمه کې ۵۶۵ متره اوږدوالی او ۵.۸ متره سور لري. دا پروژې د لښتیو په ګډون د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي.
د اوولسمې ناحیې رئیس، د سیمې اوسېدونکو او مشرانو د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د عامه شتمنیو او تاسیساتو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
کابل ښاروالۍ د دا ډول زېربنايي پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي د تګ راتګ په برخه کې مناسبې آسانتیاوې رامنځته او د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په اوولسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


