الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د پلیولارو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي.
د یاد سړک دغه برخه چې، له سرای شمالي څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ۳.۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، د جوړولو چارې یې وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي او تر اوسه یې د ۲.۴۳۰ متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي او د پاتې ۱.۲۱۷ متره نورې برخې به یې هم ترسره شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ښاریانو ته به د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.