
د کابل ښاروالۍ له خوا د نولسمې ناحیې اړوند د ختیځ زون د څرخي پله د فامیلیو او د هډې شاته سیمه کې د درېیو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه ۲۲۰۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، د کانکریټ په کارولو سره په اساسي ډول جوړېږي.
په دې پروژه کې د اوبو لښتیو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د چارو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او ټاکل شوي مهالوېش مطابق د پروژې د پلي کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د پلي کېدو بهیر پړاو په پړاو تر تخنیکي څارنې لاندې نیسي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یاده سیمه کې درې نښلوونکي سړکونه په معیاري سړکونو بدل شي، چې له امله به یې د سیمې اوسېدونکو او نورو تګراتګ کوونکو ته د اسانه او منظم تګراتګ زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې وسپارل شي.
د څرخي پله د فامیلیو په سیمه کې د درېیو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


