الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څرخي پله د بازار په سیمه کې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې او یوویشتمې ناحیې ترمنځ د څرخي پله د بازار په سیمه کې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، دغه پروژه، ان‌شاءالله، د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولوپه دې پروژه کې چې، ۱۴۱۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د ۶۲۰ مترو په اوږدوالي، ۱.۷ متره سور او ۱.۷ متره ژوروالي سره د یوه کانال، لښتيو، پلیولارو، ګلدانونو او په ټولیزه توګه د ۳۲مترو په اوږدوالي او ۲.۵ مترو پّ سور سره د درېیو پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغه سړک جوړول به ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کیدو سربېره، د اقتصادي ودې، د غیرپلاني سیمو پلاني کېدو او د څرخي پله په سړک د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.